Revelation 14:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې ویل یې:«دا ولیکه، بختور دي هغه خلک چې له همدا اوس نه په څښتن باندې په ایمان کې مړه کیږي!» روح القدس وایي: «هو، هغوی به د خپلو زحمتونو نه په ارام وي، ځکه چې د هغوی نېک عملونه به ورسره وي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ما له آسمان نه يو آواز واؤريدو چه وئيل ئے، ”دا وليکه! بختور دى هغه څوک چه له دے نه پس به په مالِک کښے مړۀ کيږى!“ اَؤ رُوحُ القُدس وائى چه ”هو، ځکه چه له دے نه پس به هغوئ له تکليفُونو نه په آرام وى، ولے چه دَ دوئ عملُونه به ورسره وى.“