Revelation 14:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او بيا بله فرښته د قربانګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چې په اور يې اختيار وو، او هغې د تېرۀ لور لرونکى ته په اوچت آواز چغه کړه چې، ”خپل تېرۀ لور ورواچوه او په زمکه د انګورو د بوټو نه فصل راغونډ کړه ځکه چې انګور يې پاخۀ شوى دى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا یوه بله فرښته د قربانۍ د ځای نه راووتله، هغه د قربانۍ د ځای د اور مسوولیت درلود او هغې فرښتې ته یې چې تېره لور ورسره ؤ، په لوړ اواز نارې کړې او ویې ویل: «د خپل لور نه کار واخله او د نړۍ د تاکونو نه د انګورو وږي راټول کړه، ځکه چې انګور یې پاخه دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ بيا يوه بله فرښته له قُربانګاه نه راووتله، دا هغه فرښته وه چه په اور اِختيار لرى، اَؤ هغے دَ تيرۀ لور لرُونکى ته چغے کړلے چه ”خپل لور ورواچوه اَؤ په مزکه دَ انګُورو دَ بُوټى فصل راغونډ کړه ځکه چه انګُور ئے پاخۀ دى.“