Revelation 14:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ما د آسمان نه داسې آواز واورېدو لکه د سيند د اوبو غړمبار او يا لکه د تندر د ګړزار، او دا د هغه آوازونو په شان وو لکه چې ستار غږوونکى خپل ستارونه غږوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما د اسمان نه یو اواز واورېد چې د تېزو اوبو د غرهار او د تندر د لوړ اواز په شان ؤ. کوم اواز چې ما واورېد هغه داسې ؤ لکه چنګ غږوونکي چې خپل چنګونه غږوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ما دَ آسمان نه يو آواز واؤريدو چه دَ سيلابى اوبو يا دَ تندر په شان وو، دا داسے آواز وو لکه چه ډير خلق ستارُونه غږوى.
Recommended Reading