Revelation 14:20 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
انګور يې د ښار نه بهر په لنګرۍ کښې دومره نچوړ کړل چې تر يو سل اتيا ميله پورې د هغې نه د وينو سېلاب روان شو او دا وينې دومره بره روانې وې چې د آسونو واګو ته اورسېدې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
انګور یې د اورشلیم د ښار نه دباندې د شربت ویستلو په خم کې تر پښو لاندې وزبېښل او د خم نه د وینو سېلاب جاري شو او دا وینې لکه د اس د قیضو په اندازه لوړې وې او د درې سوه کیلومترو په اندازه لېرې لاړلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
انګُور ئے له ښار نه بهر په ګاڼئ کښے دَ پښو دَ لاندے کړے شول اَؤ تر درے سوه کلوميټره پورے له ګاڼئ نه دَ آسُونو تر واګو پورے وينے وبهيدلے.