Revelation 14:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغې په اوچت آواز چغې کړې چې، ”د خُدائ پاک نه يرېږئ او د هغۀ ثنا ووايئ ځکه چې د هغۀ د عدالت وخت راغلے دے. او د هغۀ عبادت وکړئ چا چې آسمان او زمکه، سمندر او د اوبو چينې پېدا کړى دى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغې په لوړ اواز نارې وهلې: «د خدای څخه ووېرېږئ او هغه ته جلال ورکړئ، ځکه چې هغه وخت رارسېدلی دی چې هغه به قضاوت کوي. د هغه عبادت وکړئ چې اسمان، ځمکه، بحر او د اوبو چینې یې پیدا کړي دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغے په زوره چغے کړے چه ”دَ خُدائے نه ويريږئ اَؤ دَ هغۀ ثنا وايئ ځکه چه هغه وخت راغلے دے چه هغه عدالت کوى. اَؤ هغۀ ته سجده وکړئ چه آسمان اَؤ مزکه، سمندر اَؤ دَ اوبو چينے ئے پيدا کړے دى!“