Revelation 15:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او ما وليدل چې د شيشې د سمندر په شان راښکاره شو چې اور په کښې ګډ شوے وو، او د شيشې د سمندر سره هغه خلق ولاړ وُو چې په بلا او د هغې د بُت او د هغې د نوم په شمېر فتح موندلې وه. د هغوئ په لاسونو کښې د خُدائ پاک ورکړى ستارونه وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما د ښیښې په شان بحر ولیده چې اور ورسره یوځای ؤ. هلته مې هغه خلک ولیدل چې په ځناور او د هغه په مجسمې او د هغه د نوم په شمېرې باندې بریالي شوي وو. هغوی د ښیښې د بحر تر څنګ ولاړ وو او په لاسونو کې یې هغه چنګونه وو چې خدای ورته ورکړي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ما وليدل چه دَ شيشے دَ سمندر په شان چه اور په کښے ګډ شوے وو، اَؤ دَ شيشے دَ سمندر سره هغه خلق چه په ځنګلى ځناور اَؤ دَ هغۀ دَ بُت اَؤ دَ هغۀ دَ نُوم په شمار غالب شوى وُو. دَ هغوئ په لاس کښے هغه ستارُونه وُو چه خُدائے ورله ورکړى وُو.