Revelation 15:6 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغې نه اووۀ فرښتې د اوو افتونو سره راووتلې او هغوئ د کتان جامې اغوستې وې چې صفا او ځلېدونکې وې او په سينو يې د سرو زرو سينه بندونه وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
او د هغې نه اووه فرښتې د اوو بلاګانو سره راووتلې چې پاک او ځلېدونکي د کتان کالي یې اغوستي وو او د سرو زرو پټۍ یې د خپلو سینو نه تاوې کړې وې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغے نه اُووۀ فرښتے دَ اُوو آفتُونو سره راووتلے اَؤ هغوئ مهينے جامے آغوستے وے چه صفا اَؤ ځلقيدُونکے وے اَؤ په سينو ئے دَ سرو زرو سينه بندُونه وُو.