Revelation 15:7 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا په څلورو جاندارو کښې يو هغه اووۀ فرښتو ته د سرو زرو اووۀ جامونه ورکړل چې د خُدائ پاک د قهر نه ډک وُو، د هغه خُدائ پاک چې تل تر تله ژوندے وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه یو یې هغو اوو فرښتو ته د سرو زرو اووه جامونه ورکړل چې هغه د خدای د قهر او غضب څخه ډک وو، یعنې هغه خدای چې تل ترتله به ژوندی وي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا په څلورو حيوانانو کښے يو هغه اُوو فرښتو ته اُووۀ دَ سرو زرو جامُونه ورکړل چه دَ خُدائے دَ قهر نه ډک وُو، دَ هغه خُدائے چه تل تر تله به ژوندے وى.