Revelation 15:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د خُدائ پاک کور د خُدائ د جلال او قُدرت د لوګى نه ډک شو او تر هغې هيڅوک ورننوتے نۀ شو ترڅو چې د اووۀ فرښتو اووۀ افتونه پوره شوى نۀ وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا د خدای کور د خدای د جلال او قدرت د لوګي څخه ډک شو او تر هغې پورې هېڅوک ورننوتلی نه شو، ترڅو چې د هغو اوو فرښتو اووه بلاګانې پای ته نه وې رسېدلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ خُدائے کور دَ خُدائے دَ جلال اَؤ قُدرت له لُوګى نه ډک شو اَؤ تر هغے هيڅوک ورننوتے نۀ شو تر څو چه دَ اُوو فرښتو اُووۀ آفتُونه پُوره شوى نۀ وُو.