Revelation 17:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی به د وري سره جنګ وکړي، خو وری به په هغوی باندې بریالی شي، ځکه چې هغه د څښتنانو څښتن او د پاچاهانو پاچا دی او کوم کسان چې په دې بریالیتوب کې ورسره دي، د هغه بلل شوي، غوره شوي، او وفادار پیروان دي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغوئ به دَ ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ غالب شى ځکه چه هغه دَ مالِکانو مالِک اَؤ دَ بادشاهانو بادشاه دے، اَؤ هغوئ هم ورسره دى چه بللى شوى، غوره شوى اَؤ وفادار دى.“