Revelation 17:3 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
روح القدس زه تر خپلې اغېزې لاندې راوستلم او هغې فرښتې زه دښتې ته بوتلم. هلته ما یوه ښځه ولیدله چې په یو ځناور باندې چې سور رنګ یې ؤ، سپره وه. هغه ځناور اووه سرونه او لس ښکرونه لرل او په ټول بدن باندې یې کفري نومونه لیکل شوي وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ خُدائے رُوح په ما غلبه وکړه اَؤ دَ هغۀ فرښتے زَۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چه په يو قرمزى رنګ ځنګلى ځناور سوره وه. دَ هغۀ په ټول بدن دَ کُفر نومُونه ليکلى وُو اَؤ اُووۀ سرُونه اَؤ لس ښکرُونه ئے وُو.