Revelation 17:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه ښځې کاسنى سرې جامې اغوستې وې چې د سرو زرو په کالو، جواهراتو او ملغلرو سنګار شوې وه. د هغې په لاس کښې د سرو زرو پيالۍ وه چې د پليتۍ او د هغې د حرامکارۍ د ناپاکۍ نه ډکه وه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغې ښځې بانجاني او سره کالي اغوستي وو او په سرو زرو، زېوراتو او مرغلرو باندې سینګار شوې وه. د هغې په لاس کې د سرو زرو پیاله وه چې د کرکې وړ کارونو او د هغې د زناکارۍ د ناپاکۍ څخه ډکه وه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه ښځے ارغوانى قرمزى رنګ جامے آغوستے وے چه دَ سرو زرو په کالو، جواهراتو اَؤ مرغلرو ډؤلے شوے وه. دَ هغے په لاس کښے دَ سرو زرو پياله وه چه دَ بے حيائى اَؤ دَ هغے دَ حرامکارئ دَ ناپاکئ نه ډکه وه.