Revelation 17:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کومه بلا چې تا وليدله، هم هغه ده چې ژوندۍ وه خو اوس ژوندۍ نۀ ده، هغه به د عالمِ ارواح نه راوخېژى او هلاکه به شى. او په دُنيا کښې هغه خلق چې د چا نومونه چې له ازل نه د ژوندون په کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوى، هغوئ به د دې مړې بلا په بيا راښکاره کېدو حېران شى. ځکه چې هغه مخکښې وه، اوس نشته خو بيا به راځى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه ځناور چې تا ولیده، یو وخت ؤ خو اوس نشته او هغه به د ځمکې د تل څخه راپورته شي او هلاک به شي. هغه خلک چې د ځمکې په مخ ژوند کوي او نومونه یې د نړۍ د پیدایښت نه مخکې د ژوندون په کتاب کې نه وي لیکل شوي، نو هغوی به د دې ځناور په لیدلو سره حیران شي، ځکه چې هغه یو وخت ؤ او اوس نشته، خو بیاهم هغه به بیا راښکاره شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کُوم ځنګلى ځناور چه تا وليدو، هغه دے چه ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے، هغه به دَ عالم ارواح نه راخيژى اَؤ هلاک به شى. اَؤ په دُنيا کښے هغه خلق چه دَ چا نومُونه چه له ازل نه دَ ژوندُون په کتاب کښے نۀ دى ليکلى شوى، هغوئ به دَ ځنګلى ځناور په ليدو حيران شى ځکه چه هغه يو وخت ژوندے وو خو اوس ژوندے نۀ دے، خو بيا به هم ښکاره شى.