Revelation 18:15 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه سوداګرانو چې د دې ښار په تجارت مالداره شوى وُو هغوئ هم به د هغې د عذاب د يرې نه لرې ولاړ وى، ژړا او وير به پرې کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه سوداګران به چې د هغې د شیانو د خرڅولو نه شتمن شوي وو، لېرې ولاړ وي او د هغې د عذاب نه چې هغه یې تېروي، ووېریږي او ویر او ژړا به کوي
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ دے ټولو سوداګانو سوداګران چه ئے دَ دے په سبب دولتُونه وګټل، هغوئ به دَ هغے دَ عذاب له ويرے لرے ولاړ وى، ژړا اَؤ وير به کوى،