Revelation 18:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
افسوس چې په يوه ګينټه کښې د دې ټوله دبدبه برباده شى.“ بيا ټول د سمندرى جهازونو کپتانان، سمندرى مسافران او ماڼکيان او هغه څوک چې په سمندرى تجارت خپله ګزاره کوى، به لرې ودريږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې هغې په یو ساعت کې هغه ټوله شتمني له لاسه ورکړه. د کشتۍ ټول خاوندان، مسافران، کشتیوانان او هغه خلک چې د بحر له لارې به یې خپل کاروبار کاوه، لېرې ولاړ وو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَفسوس! چه په يوه ګينټه کښے دولت برباد لاړو!“ بيا ټول دَ سمندرى جهاز کپتانان، سمندرى مُسافِران اَؤ ماڼګيان اَؤ هغه څوک چه په سمندرى ګټے خپله ګُزاره کوى، لرے ودريدل،