Revelation 18:19 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغوئ به په خپلو سرونو خاورې واچوى، وير او ژړا به پرې کوى او داسې به وائى چې، ”افسوس، افسوس، په هغه لوئ ښار چې د چا په تجارت د سمندرى جهازُونو مالِکان مالداره شول، کوم چې په يوه ګينټه کښې تباه او برباد شُو.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی په خپلو سرونو باندې خاورې بادولې او ژړاګانې او ویر یې کاوه او ویل یې: افسوس، افسوس، په دې لوی ښار چې شتمن شول د هغې په وسیله ټول خاوندان د کشتۍ ګانو شو برباد په یو ساعت کې
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغوئ په خپلو سرُونو خاؤرے ونوستلے، وير اَؤ ژړا ئے کوله اَؤ دا ئے وئيل چه ”اَفسوس! اَفسوس! په هغه لوئے ښار چه دَ چا په دولت دَ سمندرى جهازُونو مالِکان مالدار شول، چه په يوه ګينټه کښے برباد شو!“