Revelation 19:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو بيا زۀ په دې د هغۀ په پښو کښې په سجده پرېوتلم خو ما ته يې ووئيل چې، ”نه، داسې مۀ کوه. زۀ هم ستا او ستا د وروڼو په شان يو خادِم يم چې د عيسىٰ ګواهى ورکوى. او صرف خُدائ پاک ته سجده کوه. کوم حقيقت چې د عيسىٰ په وسيله مونږ ته څرګند شو هم هغه نبيانو ته د پېشګويو الهام ورکوى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا زه د هغې په پښو کې پرېوتم چې سجده ورته وکړم، خو هغې راته وویل: «نه، داسې مه کوه! زه هم ستا او ستا د ورونو په شان د خدای یوه خدمتګاره یم چې په عیسی باندې د خپل ایمان په هکله شاهدي ورکوي، یوازې خدای ته عبادت کوه! ځکه چې د عیسی په هکله شاهدي ورکول د نبوت الهام دی.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
په دے زَۀ دَ هغۀ په پښو کښے په سجده پريوتلم خو ما ته ئے ووئيل چه ”نه، داسے مه کوه! زَۀ هم دَ تا اَؤ ستا دَ ورُوڼو په شان يو خادم يم چه دَ عيسىٰ شهادت لرے. اَؤ تش خُدائے ته سجده کوه.“ ځکه چه دَ کُوم رُوح په تاثير نبيانو کلام وکړو هم هغه رُوح دَ عيسىٰ په شان شاهدانو کښے دے.