Revelation 19:15 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د هغۀ د خولې نه يوه تيره تُوره راوځى چې قومونه پرې ووهى، ځکه چې هغه به په هغوئ زورَور حکومت کوى او د ګناهونو د انګورو لنګرۍ به د قادر مطلق خُدائ پاک د قهر او غضب د پښو لاندې نچوړ کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د هغه د خولې نه یوه تېره توره راووتله چې قومونه پرې ووهي. هغه به د اوسپنې په امسا باندې په هغوی حکومت کوي. هغه به د مطلق قادر خدای د قهر او غضب شراب په خم کې یعنې په هغه لوښي کې چې د انګورو شربت په کې وباسي، تر پښو لاندې کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيره تُوره راوزى چه قومُونه پرے ووهى، ځکه چه هغه به په هغوئ دَ اوسپنے په امسا حکُومت کوى اَؤ دَ ګُناهُونو دَ شرابو ګاڼئ به دَ قادر مُطلق خُدائے دَ قهر اَؤ غضب دَ پښو لاندے مږى.