Revelation 19:20 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغه بلا ګرفتار کړے شوه او دغسې هغه دروغژن نبى هم چې يې د هغې دپاره معجزې ښکاره کولې او هغه څوک يې دوکه کول په چا چې د بلا نښه وه او د هغۀ بُت ته يې سجده کړې وه. دغه دواړه ژوندى هغه درياب ته وغورزولے شول چې د ګوګړو شُغلې ترېنه ختلې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو هغه ځناور او هغه جعلي پیغمبر چې د هغه ځناور په خاطر یې معجزې ښودلې وې، ونیول شول. په دې معجزو باندې هغه جعلي پیغمبر هغه خلک غولول چې د هغه ځناور نښه یې درلودله او د هغه مجسمې ته یې سجده کړې وه. نو هغه ځناور او جعلي پیغمبر دواړه د اور هغې بحیرې ته ژوندي وغورځول شول چې د ګوګړو لمبې ترې پورته کېدلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول، په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے.