Revelation 2:10 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د راتلونکو زحمتونو نه مۀ يرېږه. خبردار شئ اِبليس به تاسو نه ځينې قېدخانو ته واچوى نو چې تاسو وآزمائيلے شئ او تر لسو ورځو پورې به په تاسو زحمتونه وى. خو تر مرګه پورې وفادار اوسئ او زۀ به د ژوندون تاج در په سر کړم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د کومو کړاوونو سره چې مخامخ کېږئ، د هغو څخه مه وېرېږئ. ګورئ، شیطان به ستاسو څخه ځینې زندانونو ته واچوي چې ومو ازمایي او تر لسو ورځو پورې به ځورېږئ، خو تر مرګه پورې وفادار پاتې شئ او زه به تاسو ته د ژوندون تاج درکړم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ راتلُونکو تنګساؤ نه ويريږه مه. اِبليس به له تاسو نه ځنے بندى خانو ته واچوى چه تاسو وآزمائيلے شئ اَؤ تر لسو ورځو پورے به په تاسو تنګسيا وى. خو تر مرګه پورے وفادار پاتے شه اَؤ زَۀ به دَ ژوندُون تاج در په سر کړم.