Revelation 2:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما ته پته ده چې تۀ چرته اوسې، هلته چرته چې د شېطان تخت دے او تۀ زما په نوم مضبوط ولاړ يې. تا په هغه وخت هم د خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چې زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښې ووژلے شو چرته چې شېطان اوسيږى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه خبر یم چې تاسو چېرته اوسئ. ستاسو کلیسا په هغه ځای کې ده چې د شیطان تخت په کې دی. خو بیاهم زما نوم ته وفادار پاتې شوئ. تاسو خپل ایمان له لاسه ورنه کړ، حتی په هغه وخت کې چې زما وفادار شاهد انتیپاس ستاسو په ښار یعنې هغه ځای کې چې شیطان په کې اوسیږي، شهید شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ خبر يم چه تۀ چرته اوسے، دا هغه ځائے دے چرته چه دَ شيطان تخت دے اَؤ تۀ زما په نُوم مظبُوط ولاړ يئے. تا په هغه وخت هم دَ خپل ايمان نه اِنکار ونۀ کړو کله چه زما وفادار ګواه انتيپاس ستاسو په هغه ښار کښے ووژلے شو چرته چه شيطان اوسيږى.