Revelation 2:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو زۀ ستا خلاف د يو څو خبرو شکايت کوم چې په تاسو کښې هلته څۀ کسان شته چې د بلعام د تعليم پيروى کوى، چا چې بلق ته تعليم ورکړو چې بنى اِسرائيل ګډوډ کړى چې هغوئ بُتانو ته شوې قربانۍ وخورى او حرامکارى دې وکړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو زه ستاسو نه یو څو ګیلې لرم: په تاسو کې ځینې خلک شته چې د بلعام د تعلیم څخه پیروي کوي. هغه بلعام ؤ چې بالاق ته یې ورزده کړل چې څنګه اسراییلیان بې لارې کړي او هغوی وهڅوي چې هغه خواړه وخوري چې بتانو ته وړاندې شوي وو او زنا وکړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو زَۀ ستا برخلاف دَ يو څو خبرو شکايت لرم چه تاسو په کښے هلته څۀ کسان شته چه دَ بلعام دَ تعليم پيروى کوى. هغۀ بلق ته وښوول چه بنى اِسرائيل دَ لارے نه خطا کړى اَؤ دا ترغيب ئے ورکړو چه دَ بُتانو قُربانئ دِ وخورى اَؤ حرامکارى دِ وکړى.