Revelation 2:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې کامياب شى نو زۀ به هغوئ ته پټ شوى من او يو سپين کاڼے ورکړم او په هغه سپين کاڼى به يو نوے نوم ليکلے شوے وى چې صرف هغه چا ته يې پته ده چا ته چې دا کاڼے ورکړے شوے وى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څوک چې غوږونه لري نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به هغه ته هغه د من ډوډۍ چې په اسمان کې پټه ده، ورکړم او یوه سپینه تیږه به ورته ورکړم چې په هغې باندې به یو نوی نوم لیکل شوی وي چې هېڅوک به د هغې په معنی باندې پوه نه شي، خو پرته له هغه چا څخه چې تیږه لاسته راوړي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به هغۀ له پټ شوى من اَؤ يو سپين کاڼے ورکړم اَؤ په هغه کاڼى به يو نوے نُوم ليکلے وى چه بے له هغه چا نه چه ورکولے شى، بل هيچا ته به معلُوم نۀ وى.