Revelation 2:19 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما ته ستا د ټولو عملونو، ستا د مينې، ايماندارۍ، خدمت او صبر پته ده. ما ته پته ده چې ستا اوسنى عملونه ستا د مخکښينو عملونو نه بهتر دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. او ستاسو د مینې، ایماندارۍ، خدمت او ستاسو د صبر او زغم نه خبر یم او پوهېږم چې ستاسو اوسني کارونه د پخوانیو کارونو څخه ډېر ښه شوي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ ستا دَ ټولو کارُونو نه خبر يم، يعنے ستا مينه، وفادارى، ښۀ خدمت اَؤ ستا صبر راته معلُوم دے، وروستو خو تا دَ وړاندے نه هم غوره کارُونه کړى دى.