Revelation 2:7 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى. هر هغه څوک چې بريالے شى نو زۀ به د ژوندون د ونې نه د مېوې د خوړلو اختيار ورکړم چې د خُدائ پاک په جنت کښې ولاړه ده.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي هغه ته دې غوږ ونیسي! څوک چې بریالی شي، نو زه به ورته دا حق ورکړم چې د ژوندانه د ونې مېوه چې په جنت فردوس کې ده وخوري.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هغه څوک چه دَ آؤريدلو غوږُونه لرى، هغه دِ واؤرى چه رُوحُ القُدس جماعتُونو ته څۀ وائى. هر هغه څوک چه بريالے شى نو زَۀ به دَ ژوندُون دَ ونے نه دَ ميوے دَ خوړلو اِختيار ورکړم چه دَ خُدائے په جنت کښے ولاړه ده.