Revelation 2:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د سمرنه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه چې، څوک چې اول او آخر دے، او څوک چې مړ شو او بيا ژوندے شو، هغه داسې فرمائى،
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د اسمیرنا د کلیسا فرښتې ته ولیکه: «دا د هغه چا خبرې دي چې اول او اخر دی، چې مړ شو او بیا راژوندی شو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ سُمرنه دَ جماعت فرښتے ته وليکه :  څوک چه الاول اَؤ الاخر دے، چه مړ شو اَؤ بيا ژوندے شو، هغه داسے وائى،