Revelation 20:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا ما لوئ او واړۀ مړى د تخت د وړاندې ولاړ وليدل او کتابونه پرانستلے شول. بيا بل کِتاب پرانستلے شو، يعنې د ژوندون کِتاب. او د مړو عدالت د هغوئ د اعمالو په مطابق وشو څنګه چې په هغه کتابونو کښې درج وو.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا ما مړي ولیدل چې د تخت په مخکې ولاړ وو، که هغه پیاوړي او که عادي خلک وو. هغه وخت کتابونه پرانیستل شول. وروسته د دې کتابونو څخه بیا بل کتاب پرانیستل شو، یعنې د ژوندون کتاب. د مړو په هکله لکه څنګه چې په کتابونو کې لیکل شوي وو او د هغوی د عملونو له مخې قضاوت وشو.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ما لوئے اَؤ واړۀ مړى دَ تخت دَ وړاندے ولاړ وليدل اَؤ کتابُونه پرانستلے شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو، يعنے دَ ژوندُون کتاب. په دے کتابُونو کښے څۀ چه دَ مړو دَ عملُونو ليکلى وُو دَ هغے په مُطابق دَ هغوئ عدالت وشو.