Revelation 20:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا ما يو څو تختونه وليدل او هغه خلق پرې ناست وُو چا ته چې د عدالت اختيار ورکړے شوے وو. ما د هغه خلقو روحونه وليدل چې سرونه يې د خُدائ پاک د کلام او د عيسىٰ د شهادت په وجه پرې کړے شوى وُو، او هغه خلق چا چې بلا يا د هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړې او نۀ يې په لاس يا تندى د هغۀ نښه لګولې وه. هغوئ بيا راژوندى شول او د مسيح سره يې تر زرو کالو بادشاهى وکړه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا مې تختونه ولیدل چې هغه خلک پرې ناست وو چې د قضاوت کولو واک او اختیار ورته ورکړل شوی ؤ او د هغو کسانو روحونه مې ولیدل چې سرونه یې د عیسی په هکله د شاهدۍ ورکولو او د خدای د کلام په خاطر پرې کړل شوي وو. دا هغه خلک وو چې هغه ځناور او د هغه مجسمې ته یې سجده نه وه کړې او د هغوی تندي او لاسونو د هغو نښه نه درلودله. هغوی ټول بېرته راژوندي شول او د مسیح سره یې تر زرو کالو پورې پاچاهي وکړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا ما تختُونه وليدل اَؤ هغه خلق پرے ناست وُو چه دَ عدالت اِختيار ورکړے شوے وو. ما دَ هغه خلقو رُوحُونه وليدل چه سرُونه ئے دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهادت په وجه پريکړى شوى وُو، اَؤ هغه خلق چا چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړے اَؤ نۀ ئے په لاس يا تندى دَ هغۀ نخښه لګولے وه. هغوئ بيا راژوندى کړے شول اَؤ دَ مسيح سره ئے تر زرو کالو بادشاهى وکړه.