Revelation 22:17 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
روح القدس او ناوې عیسی ته وایي: «راشه!» او څوک یې چې اوري، هغه دې هم ووایي: «راشه!» څوک چې تږی وي، هغه دې راشي، او څوک چې د ژوندون اوبه غواړي، هغه دې دا اوبه لاسته راوړي، ځکه چې وړیا دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
رُوحُ القُدس اَؤ ناوے وائى چه ”راشه!“ اَؤ هر آؤريدُونکے دِ هم وائى چه ”راشه!“ اَؤ څوک چه تږے وى، هغه دِ راشى، اَؤ څوک چه ئے غواړى، دَ ژوندُون له اوبو نه دِ ويړيا واخلى.