Revelation 22:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هلته به شپه نۀ وى او نۀ به هغوئ ته د ډيوې يا د نمر د رڼا ضرورت وى ځکه چې مالِک خُدائ پاک به د هغوئ رڼا وى، او هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هلته به نوره شپه نه وي او هغوی به د څراغ یا لمر رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه څښتن خدای به د هغوی دپاره رڼا وي او هغوی به تل ترتله هلته پاچاهي کوي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هلته به چرے شپه نۀ وى اَؤ نۀ به هغوئ ته دَ ډيوے يا دَ نمر حاجت وى ځکه چه مالِک خُدائے به دَ هغوئ رڼا وى، اَؤ هغوئ به هلته تل تر تله بادشاهى کوى.