Revelation 3:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څوک چې بریالی شي، نو زه به د هغه نه د خپل خدای د کور ستنه جوړه کړم او هغه به هېڅکله د هغه ځای څخه دباندې ونه وځي. زه به په هغه باندې د خپل خدای نوم ولیکم او د خپل خدای د ښار یعنې نوي اورشلیم نوم چې د اسمان نه د خدای له خوا راښکته کیږي، ولیکم او همدارنګه خپل نوی نوم به په هغه باندې ولیکم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
څوک چه بريالے شى زَۀ به هغه دَ خپل خُدائے په کور کښے لکه دَ ستنے ودروم، هغه به هيڅ کله ترے بهر نۀ شى. زَۀ به دَ خپل خُدائے نُوم په هغۀ باندے وليکم اَؤ دَ خُدائے دَ ښار نُوم هم چه نوے بيتُ المُقدس دے چه دَ خُدائے له طرفه به له آسمانه راکُوزيږى، اَؤ خپل نوے نُوم به هم په هغۀ باندے وليکم.