Revelation 3:14 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
د لایودیکیې د کلیسا فرښتې ته ولیکه: «دا د هغه چا خبرې دي چې امین دی، هغه وفادار او رښتینی شاهد دی او د خدای د پیدایښت پیل دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ لوديکيه دَ جماعت فرښتے ته وليکه : دا دَ هغه چا کلام دے چه ورته آمين وائى، چه هغه وفادار رښتينے ګواه دے اَؤ دَ هغۀ په وسيله خُدائے هر څۀ پيدا کړل. هغه فرمائى چه