Revelation 3:18 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زه تا ته مشوره درکوم چې زما څخه داسې سره زر واخله چې په اور کې پاک شوي دي چې شتمن شې، سپین کالي راڅخه واخله چې ته یې واغوندې چې د لوڅوالي شرم دې پټ شي او د سترګو ملهم راڅخه واخله چې په لګولو سره یې ستا سترګې بینا شي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
زَۀ تا له دا صلاح درکوم چه له ما نه په اور کښے صفا شوى سرۀ زر واخله چه شته من شے اَؤ سپينے جامے واخله چه تۀ خپل بربنډتوب شرم پرے پټ کړے اَؤ دَ سترګو رانجۀ را نه واخله چه تۀ بينا شے.