Revelation 3:4 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
خو بیاهم ستاسو سره په ساردیس کې ځینې خلک شته چې خپل کالي یې په بدیو چټل کړي نه دي. هغوی به په سپینو کالیو کې زما سره ګرځي، ځکه چې د دې لایق دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو بيا هم په سرديس کښے تاسو سره ځنے داسے کسان شته چه هغوئ خپلے جامے پليتے کړے نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښے ګرزى ځکه چه هغوئ لائق دى.