Revelation 3:5 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هرڅوک چې بریالی شي، نو همداسې سپین کالي به ورته واغوستل شي او زه به هېڅکله د هغه نوم د ژوندون د کتاب نه لېرې نه کړم، بلکې زه به د خپل پلار او د هغه د فرښتو په حضور کې اقرار وکړم چې هغه زما دی.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
هر هغه څوک چه بريالے شى نو هغۀ ته به دغسے سپينے جامے ور آغوستولے شى اَؤ دَ هغۀ نُوم به زَۀ هيڅ کله هم دَ ژوند له کتاب نه ونۀ باسم اَؤ زَۀ به دَ خپل پلار اَؤ دَ هغۀ دَ فرښتو دَ وړاندے دَ هغۀ دَ نُوم اِقرار وکړم چه هغه زما خپل دے.