Revelation 4:1 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
د دې نه وروستو بيا ما نظر واچولو نو په آسمان کښې مې يو ور کولاو وليدو. نو چې اول کوم آواز ما واورېدو نو لکه د بيګل په شان يې ما ته خبرې کولې، ”دلته پاس راشه چې زۀ به تا ته هغه وښايم څۀ چې به د دې نه پس خامخا کيږى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له هغې وروسته ما وکتل او په اسمان کې مې یوه پرانیستې دروازه ولیدله. بیا مې یو اواز چې مخکې یې زما سره خبرې کړې وې او د سرني د اواز په شان ؤ، واورېد چې ویې ویل: «پورته راشه، زه به تاته وښایم چې له دې وروسته به څه پېښیږي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ دے نه پس ما وکتل اَؤ څۀ ګورم چه په آسمان کښے يو پرانستے ور دے. اَؤ ما دَ مخکښے په شان لکه دَ سُرنا آواز واؤريدو چه ما ته ئے وئيل، ”دلته راوخيژه، زَۀ به تا ته دا وښايم چه دَ دے نه پس به خامخا کيږى.“