Revelation 5:13 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او بيا ما واورېدل چې ټول مخلوقات چې په آسمان کښې، په زمکه باندې، د زمکې د لاندې يا په سمندر کښې دى، هغوئ ټولو ثناء صِفت کولو چې، ”د هغه چا څوک چې په تخت ناست دے او ګډُورى ته برکت، عزت، شان او قُدرت دې تل تر تله وى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا ما واورېدل چې هغو ټولو مخلوقاتو چې په اسمان، ځمکه، د ځمکې لاندې او په بحر کې دي ویل: هغه چاته چې په تخت باندې دی ناست او وري ته ثنا او صفت، عزت، جلال او قدرت دې وي تل ترتله ورته!
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ بيا ما واؤريدل چه ټول مخلُوقات چه په آسمان کښے، په مزکه باندے، دَ مزکے دَ لاندے يا په سمندر کښے دى، هغوئ ټولو چغے وهلے چه :  ”دَ هغه چا څوک چه په تخت ناست دے اؤ ګډُورى ته شکر، عزت، شان اَؤ قُدرت دِ تل تر تله وى!“