Revelation 5:8 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
کله چې هغۀ طومار واخستو نو څلور جاندار او څليريشت مشران د هغه ګډُورى په وړاندې په سجده شول، او د هر يو سره يو ستار وو او ورسره د خوشبويۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وُو چې د مقدسينو دُعاګانې دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
څنګه چې یې هغه طومار واخیست، نو هغه څلور اسماني موجودات او څلورویشت مشران د وري په مخکې په سجده شول. د هر مشر سره یو چنګ او د خوشبویۍ نه ډک د سرو زرو جامونه وو چې د خدای د خلکو دعاګانې دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه هغۀ واخستو نو څلور حيوانان اَؤ څليريشت مشران دَ هغه ګډُورى په وړاندے په سجده شول، اَؤ دَ هر يو مشر سره يو ستار وو اَؤ ورسره دَ خوشبوئ نه ډک دَ سرو زرو جامُونه وُو چه دَ پاکانو دُعاګانے دى.