Revelation 5:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او هغوئ دا نوے حمد وئيلو چې، ”تۀ د دې لائق يې چې طومار واخلې او د دې مهرونه کولاو کړې ځکه چې تۀ حلال کړے شوې او د خپلې وينې په فديه دې د خُدائ پاک دپاره د هر خيل، د هرې ژبې او د هر قوم او خلق په بيعه واخستل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغوی یوه نوې سندره ویله: ته لایق یې د دې چې طومار واخلې او مهرونه یې مات کړې ځکه چې ته یې حلال شوی او په خپله وینه دې د خدای دپاره په بیه واخیستل خلک د هرې قبیلې، هرې ژبې، هر قوم او هر ملت څخه
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ هغوئ يوه نوے سندره وئيله چه :  ”تۀ دَ دے لائق ئے چه کتاب واخلے اَؤ مُهرُونه ئے مات کړے ځکه چه تۀ حلال کړے شوے اَؤ په خپله وينه دے دَ خُدائے دَ پاره له هر خيل، له هرے ژبے اَؤ له هر قوم اَؤ اُمت خلق په بيعه واخستل.