Revelation 6:1 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا ما وليدل چې هغه ګډُورى په اوو مهرونو کښې يو مهر مات کړو او ما د څلورو جاندارو نه په يو کښې د تندر په شان دا آواز واورېدو چې، ”راشه.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا مې ولیدل چې وري د هغو اوو مهرونو څخه یو مهر مات کړ. له هغې وروسته مې د هغو څلورو اسماني موجوداتو څخه د یو اواز چې د تندر په شان ؤ، واورېد چې ویل یې: «راشه!»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
بيا ما وليدل چه هغه ګډُورى په اُوو مُهرُونو کښے يو مُهر مات کړو اَؤ ما دَ څلورو حيوانانو نه په يوه کښے دَ تندر په شان دا آواز واؤريدو چه ”راشه!“