Revelation 6:2 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
نو ما وکتل چې هلته يو سپين آس ولاړ وو او د سوارۀ سره يې لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو او هغه د فاتح په حيث په آس سور لاړو چې فتح بيا مومى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو سپین اس ؤ او د هغه کس سره چې ورباندې سپور ؤ یوه لینده وه او هغه ته یو تاج ورکړل شو او هغه ووت چې بری ومومي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ ما وکتل چه هلته يو سپين آس وو اَؤ دَ سوارۀ سره ئے لينده وه. هغۀ ته تاج ورکړے شو اَؤ هغه په آس سور لاړو چه فتح بيا مُومى.