Revelation 6:4 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او يو بل آس بهر راووتو چې تک سور وو او د هغۀ سوارۀ ته دا اختيار ورکړے شو چې د زمکې نه امن يوسى نو چې انسانان قتل و غارت شروع کړى، او هغۀ له يوه لويه تُوره ورکړے شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
یو بل اس راووت چې تک سور رنګ یې درلود او په هغه باندې سپاره کس ته قدرت ورکړل شو چې د ځمکې د مخ نه سوله او ارامي یوسي، ترڅو خلک یو بل سره ووژني. هغه ته یوه غټه توره ورکړل شوه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ يو بل اس راغے چه تک سُور وو اَؤ دَ هغۀ سوارۀ ته دا اِختيار ورکړے شو چه دَ مزکے نه امن يوسى اَؤ چه سړى يو بل وژنى، اَؤ هغۀ ته يوه لويه تُوره ورکړے شوه.