Revelation 6:8 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما وليدو چې زېړ آس وو او د سوارۀ نوم يې مرګ وو او عالمِ ارواح ورپسې جُخت راروان وو. هغوئ ته د څلورمې برخې زمکې اختيار ورکړے شوے وو چې په جنګ، په قحط، په وبا او ځنګلى ځناور خلق مړۀ کړى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما وکتل او ومې لیدل چې هلته یو اس ؤ چې رنګ یې زیړ ؤ او څوک چې په هغه اس باندې سپور ؤ د هغه نوم مرګ ؤ او قبر ورپسې ډېر نژدې روان ؤ. هغوی ته د ځمکې د څلورمې برخې واک او اختیار ورکړل شوی ؤ چې په توره، قحطۍ، د طاعون په ناروغۍ او ځنګلي ځناورو باندې خلک مړه کړي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ زَۀ څۀ ګورم چه زيړ آس وو اَؤ دَ سوارۀ نُوم ئے مرګ وو اَؤ عالمِ ارواح ورپسے جُخت راروان وو. هغوئ ته دَ څلورمے برخے مزکے اِختيار ورکړے شوے وو چه په جنګ، په قحط، په وبا اَؤ په ځنګلى ځناورو خلق مړۀ کړى.