Revelation 7:14 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ما جواب ورکړو چې، ”زما مالِکه، تۀ خبر يې.“ بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”دا هغه کسان دى چې د لوئ مصيبتونو نه راغلى دى، هغوئ خپلې جامې د ګډُورى په وينو وينځلې او په هغې سپينې کړې دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما ځواب ورکړ: «ښاغلیه، ته پوهېږې.» بیا هغه راته وویل: «دا هغه کسان دي چې د سخت مصیبت څخه تېر شوي دي. هغوی خپلې چپنې د وري په وینو وینځلې او سپینې کړي دي.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ما جواب ورکړو چه ”زما مالِکه! تۀ خبر ئے، نۀ چه زَۀ.“ بيا هغۀ ما ته ووئيل چه ”دا هغه کسان دى چه دَ لوئے تنګسيا نه راغلى دى، هغوئ خپلے جامے دَ ګډُورى په وينو وينځلے اَؤ سپينے کړے دى.