Revelation 7:9 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او د دې نه پس ما د خلقو لويه ګڼه وليده چې بې‌شمېره وه، دا د ټولو قومونو، ټولو خيلونو او د مختلفو ژبو د ويوونکو خلقو ګڼه د تخت او د ګډُورى د وړاندې ولاړه وه. او هغوئ سپينې جامې اغوستې وې او د کجورو څانګې يې په لاسونو کښې نيولې وې.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼه ګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې،
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
اَؤ له دے نه پس ما دَ خلقو لويه ګڼه وليده چه بيشماره وه، دا دَ ټولو قومُونو، ټولو خيلُونو اَؤ دَ مُختلفو ژبو دَ ويُونکو خلقو جمع دَ تخت اَؤ دَ ګډُورى دَ وړاندے ولاړه وه. اَؤ هغوئ سپينے جامے آغُوستے وے اَؤ دَ کجُورو څانګے ئے په لاسُونو کښے نيولے وے.