Revelation 8:12 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
بيا څلورمې فرښتې خپل بيګل وغږولو نو دې سره د نمر درېمه حِصه او د سپوږمۍ او د ستورو درېمه حِصه ووهلے شوه نو د دوئ درېمه حِصه تيارۀ شوله او د ورځې درېمه حِصه رڼا ختمه شوه او دغه شان د شپې دريمه حِصه رڼا هم ختمه شوه.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
بیا څلورمې فرښتې خپل سرنی وواهه، نو د لمر، سپوږمۍ او ستورو درېمه برخه یې داسې ووهله چې د هغو درېمه برخه تیاره شوه او د ورځې د رڼا او د شپې د رڼا درېمه برخه له منځه لاړه.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
کله چه څلورمے فرښتے خپله سُرنا وغږوله نو دَ نمر دريمه حِصه اَؤ دَ سپوږمئ اَؤ دَ ستورو دريمه حِصه ووهلے شوه اَؤ دَ دغو دريمه حِصه تيارۀ شوه اَؤ دَ ورځے دريمه حِصه رڼا ختمه شوه اَؤ دغه شان دَ شپے هم.