Revelation 9:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
او دغسې ما هغه آسونه او د هغوئ سوارۀ په خپله رويا کښې وليدل، هغوئ د اور په شان ځلېدونکى سرې، آسمانى رنګې او د ګوګړو په شان زېړې زغرې اغوستې وې. او د آسونو سرونه يې د زمرو د سرونو په شان وُو او د هغوئ خولې نه اور، لوګے او ګوګړ راوتل.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ما په رویا کې اسونه او په هغو باندې سپاره کسان ولیدل. سپرو کسانو د اور په شان سرې، اسماني رنګه او د ګوګړو په شان زیړې زغرې اغوستې وې. د اسونو سرونه یې د زمریو د سرونو په شان وو او د خولې نه یې اور، لوګی او د ګوګړو لمبې راوتلې.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دغسے ما هغه آسُونه اَؤ دَ هغوئ سوارۀ په رويا وليدل، هغوئ دَ اور په شان زليدُونکى سرے، آسمانى رنګے اَؤ دَ ګُوګړو په شان زيړے زغرے ئے آغوستے وے. اَؤ دَ آسُونو سرُونه ئے دَ مزرو دَ سرُونو په شان وُو اَؤ دَ خُلے نه ئے اور، لُوګے اَؤ ګُوګړ راوتل.