Romans 1:13 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
اے زما وروڼو او خوېندو، زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې ما ډېر ځله تاسو ته د راتلو کوشش کړے دے خو تر اوسه پورې د دې نه منع کړے شوے يم. او زۀ په دې طمع ناست يم چې په تاسو کښې کار وکړم او تاسو د ايمان ملګرى جوړ کړم، لکه څنګه چې مې په نورو غېرو يهوديانو کښې جوړ کړى دى.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
زما خویندو او ورونو، زه نه غواړم چې تاسو بې خبره پاتې شئ چې ما څو څو ځلې نیت کړی دی چې ستاسو خواته درشم، خو تل زما مخنیوی شوی دی. زه غواړم چې ستاسو په منځ کې کار وکړم او روحاني حاصل یې ووینم لکه څنګه چې مې په نورو غیریهودي قومونو کې ولیدل.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
خو اَئے زما ورُوڼو! چه تاسو په دے پوهه شئ چه ما ډير ځله دَ راتلو کوشِش کړے دے خو تر اوسه کامياب شوے نۀ يم، تش په دے اُميد چه په تاسو کښے څۀ فصل حاصل کړم لکه چه مے دَ دُنيا په نورو غيرو قومُونو کښے حاصل کړے دے.