Romans 1:17 — Compare Translations

3 translations compared side by side

Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
ځکه چې هم د دې نه د خُدائ پاک هغه صداقت څرګنديږى چې د ايمان نه شروع کيږى او په ايمان تر سره کيږى، لکه چې صحيفې وائى، ”څوک چې صادق وى هغه به په ايمان پائى.“
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
ځکه چې دا زېری مونږ ته دا ښکاره کوي چې خدای څنګه انسانان عادلان جوړوي او دا د ایمان څخه پیل کیږي او په ایمان باندې پای ته رسیږي. لکه څنګه چې د خدای په کلام کې لیکل شوي دي: «عادل انسان به د ایمان په وسیله ژوند کوي.»
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
ځکه چه هم دلته دَ خُدائے هغه صداقت څرګنديږى چه دَ ايمان نه شُروع کيږى اَؤ په ايمان تر سره کيږى لکه چه صحيفے وائى :  ”دَ چا چه دَ ايمان په وسيله دَ خُدائے سره رښتينى رشته قائمه وى، هغه به ژوندے پاتے شى.“