Romans 1:9 — Compare Translations
3 translations compared side by side
Pashto 2019 (Pakistani Yousafzai Pashto)
هغه خُدائ پاک د چا چې زۀ د خپل زړۀ نه خِدمت کوم او د هغۀ د زوئ زيرے خوروم، هغه خُدائ پاک زما ګواه دے چې زۀ تاسو مسلسل په خپلو دُعاګانو کښې يادوم.
Pashto 2023 (Afghan Pashto Bible)
هغه خدای چې د زړه له کومي یې خدمت کوم او د هغه د زوی په هکله زېری خپروم، هغه زما شاهد دی چې زه په دوامداره توګه تل تاسو په خپلو دعاګانو کې یادوم.
Pashto Bible 1996 (Nangahari) - (د پښتو مقدس کتاب)
دَ هغه خُدائے دَ چا چه زَۀ دَ خپل زړۀ سره خدمت کوم په دے جوړ چه دَ هغۀ دَ زوئے زيرے خوروم، هغه خُدائے زما ګواه دے چه زَۀ څومره په باربار تاسو يادوم،